د پېرلو لارښود
د چاسیس او څلورچرخ معاینه
پټرول او لندکروزر بېلابېل انجنونه او ګیربکسونه لري او هېڅ یو د هرې لارې لپاره حتمي مناسب نه دی. څلورچرخ، ډیفرانسیل، کولنګ، ګیربکس او سټیرنګ له میخانیک سره وڅېړئ. د چاسیس زنګ، بدل کمکونه، ټایرونه او د سخت استعمال نښې وګورئ. اصلي ماډل، اسناد او پرزې له بیې مخکې پرتله کړئ؛ شهرت د معاینې ځای نه نیسي.
- انجن او حرکت تایید کړئ.
- چاسیس، کمکونه، ډیفرانسیل او کولنګ وګورئ.
- د هماغه کال پرزې او متخصص وپوښتئ.
- اسناد، مزل او بیه وګورئ.